اردوغان: د هرمز تنګي ژر پرانیستل د ترکیې لومړیتوب دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د هرمز تنګي بیا پرانیستل د انقرې لپاره لومړیتوب لري او تړلی پاتې کېدل یې هېڅ هېواد ته ګټه نه رسوي.
اردوغان له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې ویلي، د هرمز تنګي اوږدمهاله تړل کېدل د نړیوالې سوداګرۍ لپاره ګواښ رامنځته کوي او باید ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هرمز تنګي پرانیستې پاتې کېدل د سیمې او نړۍ د سوداګریزو فعالیتونو لپاره مهم دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د هرمز تنګي وضعیت په اړه د ایران او امریکا ترمنځ بحثونه او څرګندونې زیاتې شوې دي.

