د خاتمالنبیین پوهنتون زدهکړیالانو ته په نورو پوهنتونونو کې تخفیف ورکړل شو

د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، د کابل لغوه شوي خاتمالنبیین خصوصي پوهنتون زدهکړیالان کولی شي له ټاکل شوو تخفیفونو په ګټې اخیستو سره په نورو خصوصي پوهنتونونو کې خپلې زدهکړې دوام ورکړي.
وزارت د هغو خصوصي پوهنتونونو نوملړ او د تخفیف کچه هم خپره کړې، چې د خاتمالنبیین پوهنتون زدهکړیالانو ته ځانګړې شوې ده.
لوړو زدهکړو وزارت وړمه ورځ اعلان کړی و چې خاتمالنبیین پوهنتون ته یې د خپلې پالیسۍ د نه پلي کولو، اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي او یو شمېر نورو مواردو له امله د فعالیت اجازه لغوه کړې ده.

