د روسیې د سوداګریز مرکز رییس: د افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزه لغوه شي

د راپورونو له مخې، افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس رستم حبیبولین وړاندیز کړی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ دې د ویزې نظام لغوه شي.

نوموړي ویلي، د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره پراخېږي او د سوداګرو، پانګوالو او سیلانیانو لپاره د سفر اسانتیا کولی شي اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

حبیبولین زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي سیاسي او اقتصادي پرمختګونه د همکاریو د پراختیا ښکارندويي کوي او د ویزې لغوه کېدل به د متقابلو اړیکو د لا پراختیا لپاره مهم ګام وي.

د هغه په وینا، دغه اقدام به د سوداګرۍ، پانګونې او سیاحت په برخو کې نوې فرصتونه رامنځته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د تګ راتګ بهیر لا اسانه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا