د سره صلیب نړیوال فدراسیون له افغاني سرې میاشتې سره همکارۍ ته دوام ورکوي

افغاني سره میاشت وایي چې د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون سرمنشي جنرال چکن چپه ګېن کابل ته راغلی او د افغاني سرې میاشتې له مشر سره یې کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه سفر کې د افغانستان لپاره د یاد فدراسیون مشر حسام فیصل هم شامل و او د افغاني سرې میاشتې له رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور سره یې لیدنه کړې ده.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د بشري فعالیتونو، روغتیايي او مرستندویه خدماتو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او د متقابلو همکاریو د لا پراختیا په برخه کې پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

سرچینې وایي، راغلی پلاوی به د افغانانو بشري اړتیاوې، د افغاني سرې میاشتې لاسته راوړنې او د بشري مرستو لومړیتوبونه له نړیوالو شریکانو او مرستندویه ادارو سره شریک کړي. همداراز پلاوي ټینګار کړی چې نړیوال فدراسیون به له افغاني سرې میاشتې سره د مرستو او همکاریو لړۍ روانه وساتي.

په کتنه کې د افغاني سرې میاشتې مسوولینو ویلي چې افغانان د تېرو څو لسیزو جګړو او طبیعي پېښو له امله له پراخو بشري ستونزو سره مخ دي او جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا