د شهید آیتالله سید علي خامنهیي جنازې ته د ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو د ګډون اټکل

د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید حضرت آیتالله سید علي خامنهیي د جنازې مراسم به د شنبې ورځې څخه پیل او د شپږو ورځو په ترڅ کې په څو ښارونو کې ترسره شي.
د اعلان شوې برنامې له مخې، د ارواښاد پیکر به لومړی په تهران کې د امام خمیني په لوی جومات کې د خلکو د وروستۍ درناوي لپاره کېښودل شي. ایراني چارواکي اټکل کوي چې د جنازې په مراسمو کې به له ۱۵ تر ۲۰ میلیونو پورې خلک ګډون وکړي. همداراز د روسیې، چین، پاکستان، هند، کیوبا او لسګونو نورو هېوادونو رسمي استازي او د ګڼو هېوادونو دیني مشران به هم په دغو مراسمو کې حضور ولري.
ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ په تهران کې د جنازې ستر مراسم ترسره شي، ورپسې به د شهید حضرت آیتالله سید علي خامنهیي پیکر قم، نجف او کربلا ته ولېږدول شي او په پای کې به د جولای پر نهمه په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.
په همدې حال کې، د ایران اسلامي جمهوریت وسلهوالو ځواکونو د هېواد د امنیتي چمتووالي د لوړې کچې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي او د هېواد د هوايي حریم څارنه په دوامداره توګه روانه ده.

