د عبدالاحد مومند د جنازې مراسم سبا په کابل کې ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان د لومړني ستورمزلي، عبدالاحد مومند، جنازه سبا دوشنبه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو، دفاع او ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو په همغږۍ له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شي او په همدې ورځ به یې د جنازې او تدفین مراسم ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، د جنازې لمونځ به د کابل په عیدګاه جومات کې د اسلامي امارت د مسوولینو، د نوموړي د کورنۍ، خپلوانو او ګڼو هېوادوالو په ګډون ادا شي او وروسته به یې پیکر د مرنجان په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

عبدالاحد مومند، چې د افغانستان لومړنی ستورمزلی او په فضا کې لومړنی پښتو ویونکی و، د ۶۷ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله د جرمني په یوه روغتون کې وفات شو. نوموړي د ژوند وروستي کلونه له خپلې کورنۍ سره په جرمني کې تېرول.

مومند په ۱۹۸۸ کال کې د فضایي ماموریت پر مهال د «میر» فضایي تمځي ته سفر وکړ او شاوخوا نهه ورځې یې په فضا کې تېرې کړې. هغه د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان د ځینو سیمو فضایي انځورونه واخیستل، له فضا یې له خپلې مور سره په پښتو خبرې وکړې او د قرآن کریم تلاوت یې هم ترسره کړ؛ هغه ویاړ چې نوم یې د افغانستان او د نړۍ د فضایي تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا