د غزې اوسېدونکو د آیت‌الله سید علي خامنه‌ای (ره) غیابي جنازه ادا کړه

د غزې تړانګې لسګونو اوسېدونکو د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب د شهید مشر آیت‌الله سید علي خامنه‌ای (ره) په یاد غیابي جنازه ادا کړې ده.

دغه مراسم په داسې مهال ترسره شول چې په ایران او د عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا کې د اسلامي انقلاب د شهید مشر د جنازې مراسم روان وو.

د غزې خلکو په دې مراسمو کې د غیابي جنازې لمونځ ادا کړ او له ایران اسلامي جمهوریت او د هغه له ولس سره یې خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.

د مراسمو تنظیموونکو ویلي، د غزې د خلکو دغه حضور د اسلامي نړۍ له مهمو پېښو سره د مسلمانانو د پیوستون، خواخوږۍ او یووالي څرګندونه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا