د غزې جګړې زر ورځې؛ څه باندې ۷۳ زره فلسطینیان شهیدان شوي

د غزې پر وړاندې د اسراییلو د روانې جګړې له پیل څخه زر ورځې پوره شوې دي. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې لږ تر لږه ۷۳ زره او ۶۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۷۳ زره او ۵۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، که څه هم د ۲۰۲۵ کال له اوربند وروسته د هوايي او توپچي بریدونو کچه راکمه شوې، خو بریدونه لا هم دوام لري. ویل کېږي، له اوربند راهیسې تر زرو ډېر فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، شهیدان شوي او زرګونه نور ټپیان دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې بشري وضعیت لا هم خورا کړکېچن دی. د دغه سازمان په وینا، ګڼ روغتونونه د درملو، تجهیزاتو او اساسي امکاناتو د کمښت له امله له فعالیته لوېدلي، په سلګونو زره فلسطینیان لا هم په لنډمهالو خیمو او ویجاړو شویو سیمو کې ژوند کوي او د خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو له جدي کمښت سره مخ دي. همداراز غزه لا هم تر سختې محاصرې لاندې ده او بشري مرستو ته د خلکو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي.

