د فلیپین په سوېل کې ۶.۳ درجې زلزله شوې

د امریکا د جیولوژۍ ادارې اعلان کړی چې د فلیپین په سوېل کې، د سارانګاني ټاپو ته نږدې، د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزله شوې ده.

د راپور له مخې، د زلزلې مرکز د سارانګاني ټاپو له سوېل لوېدیځ څخه شاوخوا ۳۲ کیلومتره لرې او د ځمکې په ۶۲ کیلومتره ژوروالي کې و.

د چارواکو په وینا، د دې زلزلې له امله د سونامي خبرداری نه دی صادر شوی.

ځايي چارواکي وایي، د زلزلې پر مهال ګڼ خلک د حکومتي مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو چې د سختو لړزو له امله وارخطا شول، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې یا د پام وړ مالي زیان کوم راپور نه دی ثبت شوی.

چارواکي زیاتوي چې د سیمې وضعیت تر څار لاندې دی او د اړوندو ادارو ډلې د احتمالي زیانونو د ارزونې لپاره خپلې څېړنې روانې ساتلې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا