د لیندسي ګراهام خور د امریکا سنا ته وټاکل شوه

د سویلي کارولینا والي هنري مک‌ماسټر، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه، دارلین ګراهام نورډون د سناتور لیندسي ګراهام د پاتې دورې د بشپړولو لپاره د امریکا سنا ته وټاکله.

د پرېکړې له مخې، دارلین ګراهام نورډون به د راتلونکې جنورۍ تر لومړیو پورې، چې د سناتورۍ دوره پای ته رسېږي، په دې څوکۍ کې دنده ترسره کړي.

والي ویلي، دغه ګومارنه د هغه تش ځای د ډکولو لپاره شوې چې د لیندسي ګراهام له مړینې وروسته رامنځته شوی و. نوموړې د لیندسي ګراهام کشره خور ده.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، دا ټاکنه څو ساعته وروسته له هغې اعلان شوه چې ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو شبکو کې د ګراهام د خور د ګومارنې غوښتنه وکړه.

د امریکا د قوانینو له مخې، د ځینو ایالتونو والي کولای شي د سناتورۍ د څوکۍ د تشېدو په صورت کې، تر راتلونکو ټاکنو یا د دورې تر پای پورې یو نوی استازی وټاکي.

لیندسي ګراهام تېره اوونۍ د ۷۱ کلونو په عمر د ناڅاپي ناروغۍ له امله مړ شو. هغه د امریکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له مخکښو غړو څخه و او د بهرني سیاست او ملي امنیت په اړوندو موضوعاتو کې یې فعاله ونډه لرله. د راپورونو له مخې، نوموړي د خپل ژوند په وروستیو اوونیو کې د منځني ختیځ د ځینو سیاسي او ډیپلوماتیکو موضوعاتو په اړه هم پر طرحو کار کاوه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا