د ماینپاکۍ له یوې موسسې سره د نږدې دوه میلیون ډالرو هوکړه لاسلیک شوه

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې او د «هیلو ټرسټ» ماینپاکۍ موسسې ترمنځ د نږدې یو میلیون او ۹۴۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوې ده.
یادې ادارې ویلي، دا هوکړه د ادارې د رئیس ملا نورالدین ترابي او د «هیلو ټرسټ» موسسې د پروګرامونو د مدیریت د سرپرست توماس هیو کلاتون ترمنځ د لیدنې پر مهال شوې ده.
ملا نورالدین ترابي د پروژو پر شفاف، اغېزمن او پر وخت تطبیق ټینګار کړی او له اړوندو مسوولینو یې غوښتي چې چارې د ټاکل شویو معیارونو له مخې په لوړ کیفیت ترسره کړي. بلخوا د موسسې استازو ډاډ ورکړی چې ټول پلان شوي فعالیتونه به د ټاکلي مهالویش له مخې بشپړ شي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې هوکړې پر بنسټ به په غزني، کندهار، زابل، هلمند او هرات ولایتونو کې د ماینپاکۍ او د جګړو د پاتې شونو د خطرونو د کمولو پراخې چارې ترسره شي، څو د خلکو ژوند خوندي او سیمې د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

