د متحده عربي اماراتو لپاره د افغانستان سفیر د کندهار له والي سره وکتل

متحده عربي اماراتو لپاره د افغانستان سفیر بدرالدین حقاني کندهار ته د سفر پر مهال، د دغه ولایت له والي ملا محمدشیرین اخند سره کتلي دي.

د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو پر اړیکو، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو، او متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو او نورو افغانانو د ستونزو پر حل خبرې شوې دي.

ملا محمدشیرین اخند د افغانستان په برخه کې د متحده عربي اماراتو له بشري او اقتصادي همکاریو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

بدرالدین حقاني هم د افغانانو ستونزو او اړتیاوو ته د رسېدنې، د هغوی د غوښتنو د انعکاس او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا