د ملي دفاع وزارت چورلکې پر کابل د ګلونو شیندلو مراسم ترسره کوي

د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت چورلکې به نن شنبه، د زمري په ۲۴مه، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګلونو شیندلو ځانګړی پروګرام ترسره کړي.
د وزارت په وینا، دغه پروګرام به له غرمې مخکې ترسره شي او چورلکې به د کابل پر بېلابېلو سیمو ګلان وشیندي.
د دفاع وزارت ویلي، د ګلونو شیندلو دغه مراسم د زمري ۲۴مې، چې د کابل د فتحې له ورځې سره برابره ده، په مناسبت ترسره کېږي.
د یاد وزارت په وینا، دا اقدام د همدې ورځې د نمانځنې په موخه ترسره کېږي.