د ننګرهار ډاکټرانو د یوه ناروغ له پښتورګي ۸۵ تیږې وایستلې

د ننګرهار د هیموډیالیز روغتون ډاکټرانو د یوه شل کلن ناروغ له ښي پښتورګي څخه د بریالي جراحي عملیاتو په ترڅ کې ۸۵ کوچنۍ تیږې ایستلې دي.
د یاد روغتون رئیس ذبیحالله روفي ویلي، د متخصصو ډاکټرانو او پرمختللو طبي امکاناتو په مټ د پښتورګو ګڼ ناروغان په بریالیتوب سره درملنه شوي او جراحي عملیات یې ترسره شوي دي.
د نوموړي په وینا، تازه عملیات شوی ناروغ د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د روغتون مسوولین وایي، د معیاري روغتیايي خدمتونو پراختیا او د متخصصو درملیزو امکاناتو برابرېدل د دې لامل شوي چې د پښتورګو ناروغانو ته په کور دننه اغېزمنې او پرمختللې طبي اسانتیاوې برابرې شي.

