د نیویارک په ختیځ سیند کې الوتکې بېړنۍ ناسته وکړه؛ دوه تنه ټپیان شول

د امریکا د نیویارک ښار په ختیځ سیند کې یوې د اوبو پر مخ الوتکې بېړنۍ ناسته کړې چې له امله یې د ژغورنې بېړني عملیات ترسره شوي دي.
د امریکايي چارواکو په وینا، په الوتکه کې اته کسان سپاره وو چې د پېښې له امله دوه تنه ټپیان شوي او روغتیايي وضعیت یې تر ارزونې لاندې دی.
راپورونه ښيي، الوتکه له بېړنۍ ناستې وروسته په اوبو کې زیانمنه شوې، خو د ژغورنې ډلې وتوانېدې چې ټول سپاره خوندي وباسي او الوتکه ساحل ته ولېږدوي.
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې د پېښې د څرنګوالي او اصلي لامل د معلومولو لپاره رسمي پلټنې پیل کړې دي.

