د هند اووه کارګر په یوه شپه د ۵۲ زره ډالرو الماس په موندلو شتمن شول

په هند کې اووه کارګرانو ۱۷.۹۶ قیراطه لوړکیفیته الماس موندلی، چې ارزښت یې شاوخوا ۵۲ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالر اټکل شوی دی.
د هند د مدیا پردېش ایالت په پانا سیمه کې یو شمېر کانکیندونکي پر کار بوخت وو، چې د کان په ساحه کې له یوې سترې ډبرې سره مخ شول. له څېړنې وروسته څرګنده شوه چې دا ډبره ۱۷.۹۶ قیراطه لوړکیفیته الماس دی.
چارواکو د الماس ارزښت لږ تر لږه پنځه میلیونه هندي روپۍ، چې نږدې ۵۲ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالر کېږي، اټکل کړی دی.
ټاکل شوې چې الماس په اکتوبر میاشت کې په یوه دولتي بولۍ کې وپلورل شي.
له پلور وروسته به ۱۲ سلنه عواید دولت ته ورکړل شي او پاتې پیسې به د الماس موندونکو اووه کارګرانو ترمنځ ووېشل شي.
یوه کارګر ویلي، دوی نږدې دوه کاله په دغه کان کې کار کړی و، خو تر هغه مهاله یې هېڅ ارزښتناک شی نه و موندلی.
د کان له یوه کال تړل کېدو وروسته، کله چې یې بیا کار پیل کړ، کارګرانو د ځمکې پر سر دغه الماس وموند.
د الماس موندونکو کارګرانو ویلي، د سیمې ډېری کانکیندونکي ورځني مزدوران دي او د اقتصادي ستونزو له امله یې ان د واده کولو توان هم نه درلود.
دوی هیله لري چې د الماس له پلور څخه ترلاسه شوې پیسې به یې د ژوند شرایط ښه کړي.
پانا د هند له بېوزلو سیمو څخه ګڼل کېږي او اوسېدونکي یې له بېکارۍ، د اوبو له کمښت او ټیټ عاید سره مخ دي.

