د واخان سړک له چین سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د افغانستان نوی فرصت

د بدخشان واخان ته غځېدلی ۱۲۱ کیلومتره سړک بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، چې له برغیل سیمې تر بزای ګنبد پورې غځېدلی او د چین پولې ته نږدې رسېږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د دغه سړک د جغل اچونې چارې په درېیو کلونو کې بشپړې شوې او په اوږدو کې یې ګڼ پلونه او د اوبو تېرېدو لارې هم جوړې شوې دي.
د واخان سړک د افغانستان لپاره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د لارو په تنوع کې مهمه ونډه لرلی شي، په ځانګړي ډول له چین سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره.
خو د پراخې سوداګرۍ د فعالېدو لپاره د ګمرکي او ترانزیټي مرکزونو، سرحدي اسانتیاوو او نورو اړینو بنسټونو جوړول هم ضروري بلل کېږي.
کارپوهان وايي، که اړین بنسټونه او اسانتیاوې برابرې شي، واخان کولای شي د افغانستان د سوداګرۍ لپاره نوې لاره پرانیزي او د بدخشان په لرې پرتو سیمو کې هم اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي.