د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې نښتو ۲۴ کسان وژلي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، اعتراضونه د سیمهییزې قانون جوړونې شورا په ټاکنو کې کډوالو ته د ۱۲ ځانګړو څوکیو د ځانګړي کېدو پر ضد پیل شوي دي.
سرچینې وایي، له اعتراضونو وروسته چارواکو په ځینو سیمو کې لویې لارې تړلې، انټرنېټي خدمتونه یې محدود کړي او پر رسنیزو فعالیتونو یې هم ځینې بندیزونه لګولي دي.
د سیمې پولیسو ویلي چې په دغو نښتو کې څلور پولیس وژل شوي، ۹۷ نور ټپیان شوي او ۵۱۵ کسان نیول شوي دي.
راپورونه ښيي چې وضعیت لا هم ترینګلی دی او د سیمې اوسېدونکي د روان کړکېچ د سولهییز حل غوښتنه کوي.

