د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ایران ته سفر کوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن رضا نقوي نن (شنبه) ایران ته سفر وکړي.

د ایران دولتي خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر به په راتلونکو څو ساعتونو کې تهران ته ورسېږي، خو د سفر د دقیق اجنډا په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

راپورونه زیاتوي چې محسن رضا نقوي د خپل مخکني سفر پر مهال په تهران کې د ایران له ولسمشر، د بهرنیو چارو له وزیر او د پارلمان له رییس سره کتلي وو، او د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي همکاریو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې شوې وې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا