د پولیسو نوم «شرطه» ته بدل شو

د ا.ا. عدلیې وزارت نن شنبه اعلان وکړ، چې د «شرطه قانون» د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده له لاسلیک وروسته په رسمي جریده کې په ۱۴۹۶مه ګڼه خپور شوی دی.

دغه قانون د «پولیسو» نوم په رسمي ډول «شرطه» ته اړولی دی.

یاد قانون یوه مقدمه، دوه فصلونه، پنځه برخې او ۵۳ مادې لري او د پلي کېدو مسوولیت یې کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.

په قانون کې د عامه او سرحدي امنیت، ترافیکو تنظیم، بندیانو مدیریت، د لرغونو اثارو او ځنګلونو ساتنې، اور وژنې، له نشه‌یي توکو سره مبارزې، تښتونې او انساني قاچاق مخنیوي او نورو برخو کې د شرطې دندې مشخصې شوې دي.

همداراز، د شرطې واکونه د هویت تثبیت، احضار، د مجرمینو نیول، د شکمنو کسانو تر څارنې لاندې ساتل، پلټنه او د اړتیا وړ وسایلو کارول شاملوي.

د قانون په ۵۰مه ماده کې په افغانستان کې هر ډول مظاهرې منع شوې دي.

دغه قانون د امنیتي ځواکونو د جوړښت او دندو لپاره نوی حقوقي چوکاټ رامنځته کوي او د شرطې اړوند صلاحیتونه او مسوولیتونه پکې مشخص شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا