د چین ځانګړي استازي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له ۳۰مې تر اګست ۸مې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او پر ګډو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
نوموړي پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم له چارواکو سره د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او پراختیا پر لارو چارو بحث کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

