د یمن صدراعظم: شهید آیتالله خامنهیي د معاصر تاریخ له اغېزناکو رهبرانو څخه و

د یمن د حکومت سرپرست صدراعظم، محمد مفتاح، د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید حضرت آیتالله سید علي خامنهیي د شخصیت او مبارزې ستاینه کړې او هغه یې د معاصر تاریخ له اغېزناکو او بېسارو رهبرانو څخه بللی دی.
نوموړي ویلي، د شهید حضرت آیتالله سید علي خامنهیي ملاتړ یوازې تر ایران او سیمې محدود نه و، بلکې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې د آزادۍ غوښتونکو خوځښتونو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره مهم رول ادا کړی و.
محمد مفتاح همداراز ټینګار کړی چې شهید حضرت آیتالله سید علي خامنهیي د مقاومت د محور په بنسټ اېښودنه او پیاوړتیا کې محوري ونډه لرله او د هغه د رهبرۍ پر مهال د ایران اسلامي جمهوریت د مقاومت د خوځښتونو په ملاتړ کې مهم او اغېزناک رول ترسره کړی دی.
هغه زیاته کړې چې یمن هم ځان د مقاومت د محور برخه ګڼي او باور لري چې دغه محور ورځ تر بلې پراخېږي او په سیمهییزو او نړیوالو معادلو کې خپل اغېز لا زیاتوي.

