د یو میلیون او ۴۶۵ زره کسانو د ګمارلو هڅې روانې دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد ذاهد احمدزي د ۱۰۶۰ خالي بستونو د اعلان په کنفرانس کې ویلي، چې وزارت هڅه کوي ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او په دې برخه کې هڅې لا هم روانې دي.
نوموړي ویلي، بېلابېلو سکټوري ادارو ورسره ژمنه کړې چې شاوخوا یو میلیون او ۴۶۵ زره کسان به په بېلابېلو دندو وګومارل شي.
د کار چارو مرستیال زیاته کړې، دا مهال په ټول هېواد کې ۵۲ فعال د حرفوي زدهکړو مرکزونه شته، چې زرګونه ځوانان پکې په عملي زدهکړو بوخت دي.
مولوي محمد ذاهد احمدزي له ټولو ادارو غوښتي، چې د ځوانانو لپاره د کار فرصتونو په برابرولو کې لا ډېرې هڅې وکړي او د کار زمینې پراخې کړي.





