د ۱۰ میلیارد ډالرو غوښتنه؛ پاکستان منځګړیتوب کوي که مالي مرسته غواړي؟

د رویټرز د راپور له مخې، پاکستان له امریکا څخه د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د تبادلې د ثبات مالي اسانتیا (Exchange Stabilization Facility) غوښتنه کړې، څو خپلې بهرنۍ اسعارو زېرمې پیاوړې کړي او پر پاکستانۍ کلدارې وارد شوی فشار راکم کړي.

د راپور له مخې، اسلام‌اباد دغه غوښتنه د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ته سپارلې او هیله لري چې د پنځو کلونو لپاره د دې مالي اسانتیا په ترلاسه کولو سره به د نړیوالو پورونو او د نړیوال وجهي صندوق (IMF) پر مالي مرستو تکیه کمه کړي.

بل لور ته، د امریکا د خزانې وزارت تر اوسه د دې غوښتنې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، او د پاکستان د مالیې وزارت هم په دې تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان دا مهال د نړیوال وجهي صندوق د اووه میلیارد ډالرو د پور پروګرام تر چتر لاندې اقتصادي اصلاحات عملي کوي. دغه هېواد په ۲۰۲۳ کال کې د درې میلیارد ډالرو د بېړني پور په ترلاسه کولو سره له سخت اقتصادي بحران څخه ووت او وروسته یې د اووه میلیارد ډالرو بل مالي پروګرام هم ترلاسه کړ.

اقتصادي شنونکي باور لري چې که دا غوښتنه ومنل شي، نو د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو په پیاوړتیا، د کلدارې د ثبات او د هېواد د مالي وضعیت په ښه کېدو کې به مهم رول ولوبوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا