راشد خان: د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه مې رد کړي

راشد خان هندي رسنیو ته ویلي، چې هند او اسټرالیا ورته د تابعیت وړاندیزونه کړي، خو هغه دواړه رد کړي او ټینګار یې کړی چې یوازې د افغانستان لپاره لوبېږي.

نوموړي له هندي رسنۍ «انډین ټوډې» سره په خبرو کې ویلي، د ملي هویت او د افغانستان استازیتوب ته ژمنتیا یې لومړیتوب دی او هېڅکله به بدل نه شي.

راپورونه وایي، د ۲۰۲۳ کال IPL سیالیو پر مهال هم ورته د هند له لوري د تابعیت او هلته د کرکټ کولو وړاندیز شوی و، خو هغه یې نه دی منلی.

دکمه بازگشت به بالا