راولاکوټ کې د لاریونوالو او پولیسو نښته؛ څلور پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، د کشمیر په راولاکوټ ښار کې د ګډ عوامي عمل کمېټې د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پر مهال څلور پولیس وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د آزاد کشمیر د پولیسو د مشر لیاقت علي ملک دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نښتې د لاریونونو پر مهال رامنځته شوې او له امله یې امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي تدابیر سخت شوي او اړوندو ادارو د وضعیت د کنټرول لپاره اقدامات پیل کړي دي.

پولیسو دغه پېښه جدي بللې او ټینګار یې کړی چې د عامه نظم او امنیت د ټینګښت لپاره به لازم ګامونه پورته کړي. تر اوسه د پېښې په تړاو د نورو جزییاتو او احتمالي تلفاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا