روسیه: د سنټ پیټرزبورګ شاوخوا ۲۵ ډرونونه نسکور شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، روسي سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د سنټ پیټرزبورګ ښار په شاوخوا کې ۲۵ بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) شنډې او نسکورې شوې دي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې روسیه په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د خپل مهم نړیوال اقتصادي فورم کوربه‌توب کوي؛ هغه غونډه چې هر کال د سیاسي او اقتصادي شخصیتونو پراخ ګډون پکې کېږي.

تر اوسه روسي چارواکو د دغو ډرونونو د سرچینې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي، خو په وروستیو کلونو کې د ورته بریدونو مسؤلیت تر ډېره پر اوکراین ور اچول شوی دی.

د پېښې د احتمالي زیانونو او نورو جزییاتو په اړه لا تر اوسه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي، خو روسي مسوولین وایي چې امنیتي ځواکونو وضعیت تر کنټرول لاندې راوستی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا