روسیې پر کیېف پراخ بالسټیک او ډرون بریدونه کړي

روسیې پر اوکراین د پراخو هوايي بریدونو په لړ کې د بالسټیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د پلازمېنې کیېف او شاوخوا سیمې په نښه کړې، چې له امله یې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دغه برید د روسیې له یرغل راهیسې پر کیېف تر ټولو ستر بالسټیکي برید بللی دی. د اوکراین د پوځ په وینا، د هوايي دفاع ځواکونو د روسیې له لوري توغول شویو ۴۱ بالسټیک توغندیو څخه ۱۸ او همدارنګه ۱۰۸ بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

بل لور، اوکراین هم پر روسیې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی. د اوکرایني پوځ د معلوماتو له مخې، د ډرون بریدونو پر مهال په تور سمندرګي کې د روسیې دوه د تېلو لېږدونکې بېړۍ او د کسپین پایپ‌لاین کنسرسیوم اړوند یو ټرمینل په نښه شوي دي. چارواکي وايي، په دغو بریدونو کې د مرګ‌ژوبلې یا د تېلو د بهېدو راپور نه دی ثبت شوی.

هممهاله، د روسیې د ستاوروپول سیمې والي ویلي، د اوکراین د یوه ډرون برید له امله په یوه صنعتي پارک کې اور لګېدلی، خو د زیانونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا