ریاض کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ بنګلهدېشي کارکوونکي مړه شوي

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د یوې اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي.
راپورونه وايي، پېښه د موسا صنیعه په صنعتي سیمه کې د فرنیچر په یوه کارخونه کې شوې او وژل شوي کسان ټول د بنګلهدېش اتباع او کارکوونکي وو.
په ورته مهال، په ریاض کې د بنګلهدېش سفارت ویلي چې له سعودي چارواکو سره په همغږۍ یې د قربانیانو د جسدونو د لېږدولو چارې پیل کړې دي.
د بنګلهدېش حکومت هم له اړوندو ادارو غوښتي چې د جسدونو د لېږد بهیر چټک کړي او د قربانیانو له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
تر اوسه د پېښې علت په رسمي توګه نه دی په ډاګه شوی. سعودي عربستان کې میلیونونه بنګلهدېشي وګړي په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

