ستره محکمه: د ښځو حقونو ۴۰۲۱ قضیو ته رسېدنه شوې

د اسلامي امارت سترې محکمې ویلي، د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو اړوند ۴ زره او ۲۱ قضیو او مواردو ته رسېدنه شوې ده.

د سترې محکمې مرستیال ویاند منصور احمد حمزه په وینا، له یاد شمېر څخه ۱۲۷۵ قضیې د میراث او ملکیت اړوند وې، ۲ زره او ۴۶۲ موارد د هغو ښځو په نوم د ملکیت سندونو ثبت پورې تړاو لري چې مهر یې ټاکل شوی و، او ۲۸۴ موارد د میراث او ملکیت سند ترلاسه کولو په برخه کې ثبت شوي دي.

نوموړي ویلي، محاکمو هڅه کړې چې د ښځو اړوند حقوقي قضیې په وخت او عادلانه ډول وڅېړي او د هغوی حقونه خوندي کړي.

د سترې محکمې مسوولین ټینګار کوي، په قضایي بهیر کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کېږي او اړوند ادارې به په دې برخه کې خپلې هڅې لا پراخې کړي.

دکمه بازگشت به بالا