سمنګان کې د موټر چپه کېدو پېښه؛ ۳ کسان مړه او ۳ ټپیان شوي

د سمنګان امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې یو موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی، چې له امله یې درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټپیان امنیتي ځواکونو د درملنې لپاره د خلم ولسوالۍ یوه روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.
چارواکي وایي، پېښه د موټرچلوونکي د لوړ سرعت له امله رامنځته شوې ده.

