سنتکام: ایران په کویټ کې پر امریکایي ځواکونو ډرون بریدونه کړي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې ایران په کویټ کې د امریکایي ځواکونو پر اډو د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.

د سنتکام په وینا، په دې بریدونو کې د سر او ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

بل لوري ته، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې دغه بریدونه یې د قشم ټاپو پر وړاندې د امریکایي اقداماتو په غبرګون کې ترسره کړي او ویلي یې دي چې د امریکا پوځي اډې یې په نښه کړې دي.

دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې له وړاندې ترینګلې دي او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا کمزورې بلل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي، خو ټینګار یې کړی چې د هر ډول پرمختګ لپاره اساسي شرط د هرمز تنګي پرانیستل او د تاوتریخوالي کمول دي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر هم ویلي وو چې له ایران سره د خبرو له لارې د کړکېچ د حل هڅې روانې دي، خو تر اوسه د کومې عملي هوکړې څرک نه دی لیدل شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا