سویس کې د ډزو پېښه؛ یو کس وژل شوی او پنځه ټپیان دي

په شمالي سویس کې د ډزو له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ځايي پولیسو ویلي، پېښه د ارګاو کنټون په اراو ښار کې شوې او د ډزو عامل یا عاملین لا نه دي نیول شوي.
پولیسو له خلکو غوښتي چې د پېښې اړوند هر ډول ویډیو، انځور یا معلومات ورسره شریک کړي.
راپورونه وایي، ډزې د هیپوډروم په یوه نڅا محفل کې شوې دي.
له پېښې وروسته پولیسو د اراو ښار لویې برخې تړلې او د امنیتي تدابیرو په موخه یې له ښار څخه بهر هم ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
پولیسو ویلي، د پېښې د څرنګوالي او انګېزې معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او د شواهدو او معلوماتو راټولولو بهیر دوام لري.
چارواکو له خلکو غوښتي چې هر ډول مشکوک فعالیت ژر تر ژره پولیسو ته راپور کړي.

