سید جمالالدین افغان پوهنتون کې د ۱۰ میلیونه افغانیو پروژې پیل شوې

د لوړو زدهکړو وزارت د «سید جمالالدین افغان پوهنتون» په محوطه کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر رغنیزو پروژو د پیل خبر ورکړی دی.
دغه وزارت وايي، په پروژه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي او زدهکړیالانو لیلیې ودانیو، سړکونو، پليلارو، ګلدانونو، د سړک غاړې څراغونو او چمنونو جوړول شامل دي.
د پوهنتون رئیس مولوي عبدالواسع منصور وايي، د پروژې په بشپړېدو سره به د پوهنتون یو شمېر ستونزې هوارې او استادانو او زدهکړیالانو ته به د زدهکړې مناسب چاپېریال برابر شي.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې لګښت د لوړو زدهکړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

