شمالي قبرس کې د مسافر وړونکې کښتۍ چپه کېدو؛ ۸ کسان مړه او ۱۸ نادرکه دي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د شمالي قبرس په سواحلو کې یوه مسافر وړونکې کښتۍ چپه شوې چې له امله یې اته کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۸ نور ورک دي.
د راپورونو له مخې، پېښه پرون یکشنبه هغه مهال رامنځته شوه چې کښتۍ یوې برخې له ماتېدو وروسته اوبه ورننوتې او په پایله کې چپه شوه.
تر پېښې وروسته سملاسي د ژغورنې عملیات پیل شول او ۲۴۰ کسان ژغورل شوي دي.
چارواکي وايي، د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي او هڅې کېږي چې ټول ورک کسان پیدا شي.
دا ډول پېښې په وروستیو کلونو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د ناقانونه سمندري سفرونو پر مهال څو ځله رامنځته شوې چې ګڼو کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

