شهباز شریف د رسمي سفر په ترڅ کې چین ته رسېدلی

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د څلور ورځني رسمي سفر په ترڅ کې نن (شنبه) چین ته رسېدلی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي خپل سفر د هانګژو ښار څخه پیل کړی، چیرې چې هغه د سوداګریزو ناستو او د پاکستاني او چیني شرکتونو ترمنځ د همکاریو د تفاهملیکونو د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کوي.
راپورونه زیاتوي چې دا همکاریزې هوکړې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) د دویم پړاو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د سفر په دوام کې ټاکل شوې شهباز شریف بیجینګ ته ولاړ شي او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري. هغه به همداراز د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۷۵مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړي.

