شیخ قاسم: آیتالله خامنهای (ره) په معاصر تاریخ کې کمساری شخصیت و

د المیادین شبکې د راپور له مخې، د لبنان حزبالله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم د اسلامي انقلاب د شهید مشر آیتالله سید علي خامنهای (ره) شخصیت د معاصر تاریخ له برجسته او کمساري شخصیتونو څخه بللی دی.
شیخ نعیم قاسم په لبنان کې د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي، آیتالله خامنهای (ره) یو ځانګړی او استثنايي مشر و چې په معاصر تاریخ کې یې ورته بېلګې ډېرې کمې لیدل کېږي.
هغه زیاته کړې، آیتالله خامنهای (ره) یوازې د رهبرۍ مقام نه درلود، بلکې یو تجربهکار سیاستوال و چې د نړیوالو بدلونونو بهیرونه یې په ژور او پراخ لید څارل.
د حزبالله عمومي منشي ویلي، له هغه وخت څخه چې دی د حزبالله عمومي منشي شو، تر هغه وخته چې آیتالله خامنهای (ره) شهید شو، نوموړي هېڅکله پر حزبالله کومه غوښتنه نه ده کړې.
شیخ نعیم قاسم ویلي، آیتالله خامنهای (ره) تل ټینګار کاوه چې له متحدانو وپوښتل شي څه اړتیا لري او د هغوی اړتیاوې دې پوره شي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې د مقاومت له بهیر سره د شهید مشر ملاتړ او همغږي د سیمهییزو متحدانو اړتیاوو او غوښتنو ته د پاملرنې پر بنسټ ولاړه وه.

