عدلیه وزارت وایي د امید سبز ښارګوټي ۱۵۰۷ جریبه ځمکه د اسلامي امارت ملکیت ده

د عدلیې وزارت ویاند، برکتالله رسولي، ویلي چې د کابل ښار د «امید سبز» (حاجي نبي) ښارګوټي ۱۵۰۷ اعشاریه ۴۹ جریبه ځمکه د ځانګړې محکمې د شرعي پرېکړې له مخې د اسلامي امارت ملکیت تثبیت شوې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون د دغې پرېکړې د عملي کولو مسؤلیت لري.
رسولي ویلي، ځانګړې محکمې د روان هجري لمریز کال د وري میاشتې په ۳۱مه، د اسنادو او اړوندو ادارو د معلوماتو تر ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې یاده ځمکه د کابل ښار د شپږمې او دیارلسمې ناحیو په پنځو کادستري قطعو کې د دولت په نوم ثبت شوې او هېڅ شخص یا ادارې ته په قانوني ډول نه ده لېږدول شوې.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د محکمې په پرېکړه کې راغلي چې اوسني متصرفین کولی شي د ځمکې د بیې او احتمالي زیان د جبران لپاره له هغو کسانو سره قانوني دعوه وکړي چې یاده ځمکه یې پرې پلورلې ده.
د وزارت په وینا، د محکمې پرېکړه د نافذه قوانینو او شرعي اصولو له مخې صادره شوې او د اړوندو ادارو له لوري به د قانون په چوکاټ کې عملي کېږي.

