عدلیې وزارت: د کورونو کرایه له ۱۰ سلنې زیاتول منع دي

عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره په هېواد کې د استوګنیزو کورونو او بلاکونو د کرایې له ټاکلي حد پورته لوړول منع شوي دي.

د وزارت په وینا، د کرایې معیار به د ۱۴۰۳ کال له کچې سره سم وي او اعظمي ۱۰ سلنه زیاتوالی پکې منل کېږي، له دې پورته کرایه اخیستل ناقانونه ګڼل کېږي.

همداراز ټاکل شوې، کابل کې د څار کمېټې د معاملاتو دفترونه او استوګنیز بلاکونه وڅېړي او سرغړوونکي د قانوني تعقیب لپاره اړوندو ارګانونو ته ور وپېژني.

دکمه بازگشت به بالا