عدلیې وزارت: په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي امارتي تثبیت او بېرته ترلاسه شوي

د اسلامي امارت عدلیې وزارت وایي، په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي په بشپړ یا قسمي ډول امارتي تثبیت او بېرته ترلاسه شوي دي.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دغو ښارګوټو ۱۵ یې په کابل ښار کې موقعیت لري.
د معلوماتو له مخې، پاتې ښارګوټي په بلخ، ننګرهار، غزني، میدانوردګ، کندهار، هلمند، جوزجان، سمنګان، زابل، فاریاب، بغلان، پروان او کندوز ولایتونو کې دي.

