عراقچي: د سیمې کړکېچ د کمولو لپاره ډیپلوماسي مهمه ده

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، عباس عراقچي د سعودي عربستان، قطر او مصر له بهرنیو چارو وزیرانو سره په بېلابېلو ټیلیفوني اړیکو کې د سیمې د وروستي کړکېچ او د ایران پر وړاندې د بریدونو د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو ټینګار کړی دی.
په راپورونو کې ویل شوي چې عراقچي د خبرو پر مهال د سیمهییز ثبات د ټینګښت او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د همغږو هڅو اړتیا مهمه بللې او له سیمهییزو هېوادونو یې غوښتي چې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.
نوموړي ټینګار کړی چې هر ډول احتمالي هوکړه باید په بشپړ ډول د بریدونو د پای ته رسېدو، د ایران د حاکمیت د درناوي او د سیمهییز امنیت د تضمین پر بنسټ ولاړه وي.
بل لور ته د راپورونو له مخې، د پاکستان په منځګړیتوب ځینې ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي، چې موخه یې د ایران او نورو اړخونو ترمنځ د شخړې کمول او د سیمې ثبات ته زمینه برابرول دي.
سرچینې زیاتوي چې د روانو هڅو په اړه که څه هم مثبتې خبرې کېږي، خو تهران ټینګار لري چې هر توافق باید د اصولو پر بنسټ وي او د ایران ملي حاکمیت او امنیت په بشپړه توګه په پام کې ونیول شي.

