عراقچي: موږ د سیمې هېوادونه نه، بلکې امریکايي اډې په نښه کولې

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، امریکا په منځني ختیځ کې له خپلو پوځي اډو څخه د ایران د مذهبي مشر پر ضد عملیات ترسره کړي، چې په غبرګون کې یې تهران په سیمه کې امریکايي پوځي اډې په نښه کړې دي.

عراقچي زیاته کړې، د سیمې ځینو هېوادونو پر دغو بریدونو اعتراض کړی، خو تهران ورته څرګنده کړې چې هدف یې یاد هېوادونه نه دي، بلکې د هغوی په خاوره کې مېشتې امریکايي پوځي اډې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا