غریب‌آبادي: له امریکا سره د راتلونکو خبرو پر میکانېزم مهمې هوکړې شوې دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د تخنیکي مذاکراتي پلاوي مشر کاظم غریب‌آبادي ویلي چې له امریکا سره د راتلونکو خبرو اترو د څرنګوالي او اجرایي میکانېزمونو په اړه مهمې هوکړې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د سویس له تخنیکي مذاکراتو وروسته پرېکړه شوې چې راتلونکې خبرې به د لوړې کچې کمېټې تر څار لاندې ترسره شي او اړوند لوري به پکې ګډون ولري.

غریب‌آبادي زیاته کړې چې د بندیزونو، اټومي موضوع، اقتصادي بیارغونې، پراختیا او د هوکړو د پلي کېدو د څار لپاره څلور کاري ډلې جوړېږي.

هغه همداراز ویلي، د ایران د نفتو او پټرولیمي محصولاتو د پلور لپاره د عمومي جواز پر صادرېدو هوکړه شوې او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو تړون، چې ارزښت یې ۱۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي، د عملي کېدو پړاو ته داخل شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا