غزني کې د دوو چکډمونو د جوړولو چارې پیل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، غزني کې د ګیلان او شینکي ولسوالیو کې د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، یاد چکډمونه به پنځه متره لوړ وي او شاوخوا ۸۰ زره مترمکعبه اوبه به زېرمه کړي، چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

مسوولین وایي، دا پروژې به د کاریزونو تغذیه، د سېلابونو کنټرول او د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

دکمه بازگشت به بالا