فراه کې ترافیکي پېښه؛ پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د فراه امنیه قومندانۍ وایي، پېښه پرون له غرمې وروسته د «ابخرما» سیمې په مربوطاتو کې د اکوا او پاسو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
مسوولینو یو ځل بیا له موټرچلوونکو غوښتي چې د سفرونو پر مهال ترافیکي اصول مراعت او د مسافرو ژوند ته جدي پام وکړي.





