فضل‌الرحمن: پاکستان له ژور بحران سره مخ دی

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان پر پالیسیو نیوکه کړې او هېواد یې له ژور کورني بحران سره مخ بللی دی.

نوموړي لاهور کې یوې غونډې ته ویلي، حکومت له بهرنیو اړیکو په مدیریت کې پاتې راغلی او له هند او افغانستان سره ترینګلتیاوو د سوداګرۍ مهمې لارې زیانمنې کړې دي.

د هغه په وینا، دا وضعیت اقتصادي فشارونه زیات کړي او خلک له بې‌سارې ګرانۍ سره مخ دي، په داسې حال کې چې د انرژۍ بیې هم لوړې شوې دي.

مولانا فضل‌الرحمن تر دې وړاندې هم د حکومت پر تګلارو نیوکې کړې او د سیاسي وضعیت د بدلون غوښتنه یې کړې وه.

دکمه بازگشت به بالا