فضل‌الرحمن: که زیان راته ورسېږي، مسؤلیت به یې د پاکستاني پوځ پر غاړه وي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن، یو ځل بیا پر پاکستاني پوځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پر سفرونو یې محدودیتونه لګېدلي دي.

نوموړي یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا کړې چې که ورته هر ډول زیان ورسېږي، مسؤلیت به یې د پاکستاني پوځ پر غاړه وي. هغه تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او ډیپلوماسۍ پر اړتیا ټینګار کړی و.

بلخوا، د پاکستان د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي هم ویلي چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان خپلواکي په رښتینې مانا ومني. نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته اختلافونو د حل لپاره د سیمې د اړوندو لورو په ګډون ځانګړې غونډه جوړه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د پاکستان د پوځ، حکومت او یو شمېر سیاسي ګوندونو او مشرانو ترمنځ سیاسي اختلافونه او لفظي ناندرۍ زیاتې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا