فلیپین کې زورورې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د فلیپین په سوېلي سیمو کې د ۷.۸ درجې یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه شوي، ۴۷۹ نور ټپیان دي او د څلورو کسانو د برخلیک په اړه لا هم معلومات نشته.

د راپورونو له مخې، زلزلې پراخ زیانونه اړولي او له ۲۰ زرو څخه زیات اوسېدونکي یې اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته کډه وکړي. په اغېزمنو سیمو کې ګڼ کورونه او عامه تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

چارواکي وایي، د ژغورنې او مرستو ډلې لا هم په زیانمنو سیمو کې د ټپیانو د مرستې، د بند پاتې کسانو د ژغورلو او د ورکو کسانو د موندلو هڅې روانې ساتلې دي. همداراز د زیانونو د ارزونې بهیر دوام لري او ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

ځايي ادارو له خلکو غوښتي چې د احتمالي وروسته‌لړزو له امله احتیاطي تدابیر مراعات کړي او د اړوندو ادارو لارښوونې تعقیب کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا