فیض‌اباد کې د «هارۍ پر ناروغۍ شکمن سپي» برید؛ ۱۶ کسان او ۳ څاروي ټپیان شوي

د فیض‌اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند په کري کلي کې یوه سپي، چې د هارۍ پر ناروغۍ پرې شک شوی، ۱۶ ښځې او ماشومان ټپیان کړي دي.

دغه سپي یوه غوا، یو خر او یوه وزه هم چیچلي دي.

د بدخشان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پلان عمومي مدیر او د پروګرامونو همغږي کوونکي کیکاووس تکساري ویلي، د پېښې له راپور وروسته د کرنې او عامې روغتیا ریاستونو ګډ روغتیايي ټیم سیمې ته استول شوی دی.

نوموړي ویلي، د روغتیايي ټیم له ارزونې سره سم، سپي ۱۶ ښځې او ماشومان داړلي او درې څاروي یې هم ژوبل کړي دي.

وروسته دغه سپی د سیمې اوسېدونکو وژلی او خاورو ته یې سپارلی دی.

تکساري زیاته کړې، یو شمېر ټپیان د درملنې او واکسین ترلاسه کولو لپاره روغتیايي مرکزونو ته تللي، خو هغو کسانو ته چې تر اوسه روغتیايي مرکز ته نه ديش ورغلي، د هارۍ ناروغۍ له خطره د مخنیوي او پر وخت واکسین ترلاسه کولو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی، هر څوک چې د هارۍ پر ناروغۍ له شکمن حیوان څخه داړل شوی یا پنجې وهل شوی وي، باید ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي او په دې برخه کې له ځنډ څخه ډډه وکړي.

روغتیايي او وترنري مسؤلانو د کري کلي له اوسېدونکو غوښتي چې کورني سپي په منظم ډول د هارۍ پر وړاندې واکسین کړي او که کوم حیوان د دې ناروغۍ نښې ولري، له تماس سره یې ځان وساتي او موضوع اړوندو روغتیايي او وترنري ادارو ته ورسوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا