قالیباف: امریکا ایران ته د پوځي اقداماتو له لارې زیان نه‌شي رسولی

د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیاوو په دوام کې، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وایي، هېواد یې د امریکا د احتمالي پوځي اقداماتو پر وړاندې خپل دفاعي ظرفیت پیاوړی کړی دی.

قالیباف ویلي، امریکا د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال دې پایلې ته رسېدلې چې د پوځي اقداماتو له لارې ایران ته زیان نه شي رسولی؛ له همدې امله یې اوس د ایران اقتصادي برخې او کورني امنیت ته د فشارونو پر زیاتولو تمرکز کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د امریکا اوسني فشارونه د ایران پر اقتصاد او کورني امنیت متمرکز دي.

قالیباف تر دې مخکې هم د امریکا بندیزونه او فشارونه د واشنګټن پخوانۍ تګلاره بللې او ویلي یې وو چې د فشارونو دوام ښایي ایران پوځي اقدام ته اړ کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د امریکا له لوري پر ایران اقتصادي فشارونه او بندیزونه زیات شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي پوځي اقدام په اړه اندېښنې لا هم شته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا